Dr Khan Tehreek

 —
Rating
Likes Talking Checkins
820 0
About د پښتون قوم يووالې، امن او پرمختګ د غيرت سره
Description ملګرو مونږ د يو ملک يا د يو قوم خلاف نه يو ځکه چې مونږ دا منوو چې دا نړۍ د الله ملک دے او په دې کښې ميشته ټول انسانان د انسانيت له اړخه د الله يو شان مخلوق دے. قرآن د الله د دې ملک (نړۍ) قانون دے او قومونه او قبيلې د الله د دې ملک (نړۍ) ادارې او د ادارو سانګې دي. او ژبه د هر قوم قومي پيژندګلو ده. وروڼو دغه شان مونږ پښتنو ته هم الله د يو قوم درجه راکړې ده. د دې قوم خپله ژبه ده، خپلې قبيلې يې دي، خپل کلتور يې دے، خپله زمکه او وسائل يې دي، وروڼو پښتون قوم ته هم الله د نړۍ د نورو قومونو په شان يو جدا پيژندګلو ورکړے ده. زمونږ پښتون قوم هم د نورور قومونو په شان ځان ته د الله د دې ملک نړۍ يوه غټه اداره ده او د دې د يووالي، امن او پرمختګ دپاره لاس ښپې وهل د هر پښتون فرض جوړيګي.
د انسانانو راکړے پيژندګلو مو خوښي دي خو د الله راکړې پيژندګلو قدر نه کؤو.
راځۍ پښتنو چې د خپل خالق راکړې پيژندګلو قدر اوکړوو . د دې د بقا او مضبوطيا دپاره يو شوو. د دې قوم خود غرضه مشران د خود غرضۍ نه منې کړوو. د خپل قوم هر يو حق او پيژنو او د هغې تپوس اوکړوو. د قومي يووالي، امن او پرمختګ دپاره خپلو ماشومانو ته په خپله پښتو ژبه کښې د ديني علمونو سره سره د سائنس او ټيکنالوجۍ علمونه ورکړوو. چې په نړۍ کښې په ښه توګه د اسلام او انسانيت پکار راشوو.
که اخلاق يې خپل د محمد کړو
هر پښتون به ځان ته يو غمے وي. ډاکټرخان
Mission د پښتون قوم يووالې، امن او پرمختګ د غيرت سره
Phone 0092912592534
Web site http://www.drkhantehreek.org https://www.facebook.com/narewalpukhtoon
Share

Reviews and rating

Avatar
Rate this education