Lawang لونګ

 —
Rating
Likes Talking Checkins
8 0
About دا چې هر خواته خوشبويي ده
دا يې پلو پورې لونګ تړلې دينه!
Description لونګ چې کليوالې پيغلي اميلونه او ځونډی ورنه جوړوي د تودو سيمو معطر بوټې دې چې ګل يې ورژېږې ډنډر يې خلک وچوې، کوم څه چې موږ يې لونګ بولو د ميخک ګل ته ورته دې څلور وړې پاڼې لرې چې د ديګ په مساله او نورو درملو کې هم استفاده ورنه کېږې.
لونګ په څو ښو نومونو کې يو نوم هم دې، لونګ په پشتو شفاهي ادب کې ډېر ياد شوې.

څومره ساده ده کليواله مينه
د هار پر ځاې رانه لونګ غواړې !

د یار مې رنګ لکه لونګ دې
ځکه لونګ ځان سره جیب کې ګرځومه !

د سینی تخت راځنې غواړې
د مینی یار مې د لونګو خوې لرینه !

اوس په لونګو پسی غرو ته پيغلي ولې نه ځي؟
د سيـل له پاره چنـاروته پيغلي ولې نه ځي؟

زما جانان د رنګه تور دې
مور یې شیدو په ځاې لونګ ورکړی دینه
Share

Reviews and rating

Avatar
Rate this author